کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د دواړو هېوادونو د تولیداتو د صادراتو په اسانتیا ټینګار وکړ

24 میزان 1403 ساعت 15:31

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې اجرائیوي رئیس د دغه وزارت له رئیس سره وکتل او د کرنې د سکتور د ودې او د دواړو هېوادونو د محصولاتو د صادراتو د اسانتیا په برخه کې یې د ګډې همکارۍ پر حیاتي رول ټینګار وکړ. 


آوا: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې د اجراییوي رییس او د دې ادارې د مدیره هیئت په… د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د دغه وزارت له رئیس عطاالله عمري سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو، د کرنیزو صنعتونو د پراختیا او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ټکنالوژۍ د لوړولو او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د تولیداتو د زیاتوالي پر اهمیت د پوهې او تجربو د لېږد په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر فرصتونو خبرې وشوې.
په دې کتنه کې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر محمود سادات د کرنې د سکتور د ودې او د دواړو هېوادونو د محصولاتو د صادراتو د اسانتیاوو په برابرولو کې د ګډې همکارۍ پر مهم رول ټینګار وکړ.
ایراني چارواکو له دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د لا زیاتو همکاریو لپاره چمتووالی ښودلی و.


د مطلب کود: 298641

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298641/د-ایران-او-افغانستان-سوداګرۍ-ګډې-خونې-دواړو-هېوادونو-تولیداتو-صادراتو-په-اسانتیا-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.net