دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 298643
د بې سرپرسته میرمنو اقتصادي ځان بسیاینې په هدف د همکارۍ تړون لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، د کونډو د اقتصادي خودکفایۍ د ودې په موخه یې د افغانستان د سمرقند د ټولنیزو خدمتونو له انستیتوت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد پروګرام له مخې به په بلخ ولایت کې ۶۴ کونډې د خیاطۍ تر پوښښ لاندې راشي ماشینونه به د دوی د اقتصادي خودکفایۍ لپاره وویشل شي.
دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس ملا سدو خان ​​حقیار او د افغانستان د سمرقند د ټولنیزو خدمتونو د انستیتوت د پروژې مسوول اجمل بریالي ترمنځ لاسلیک شو.
د یادولو وړ ده چې د دې پروژې ټولیز ارزښت (۷۸۰۷) امریکايي ډالره دی او د بلخ د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پلي کیږي.
https://avapress.net/vdchk6nix23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته