کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بې سرپرسته میرمنو اقتصادي ځان بسیاینې په هدف د همکارۍ تړون لاسلیک شو

24 میزان 1403 ساعت 15:50

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، د کونډو د اقتصادي خودکفایۍ د ودې په موخه یې د افغانستان د سمرقند د ټولنیزو خدمتونو له انستیتوت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.


آوا: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد پروګرام له مخې به په بلخ ولایت کې ۶۴ کونډې د خیاطۍ تر پوښښ لاندې راشي ماشینونه به د دوی د اقتصادي خودکفایۍ لپاره وویشل شي.
دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس ملا سدو خان ​​حقیار او د افغانستان د سمرقند د ټولنیزو خدمتونو د انستیتوت د پروژې مسوول اجمل بریالي ترمنځ لاسلیک شو.
د یادولو وړ ده چې د دې پروژې ټولیز ارزښت (۷۸۰۷) امریکايي ډالره دی او د بلخ د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پلي کیږي.


د مطلب کود: 298643

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298643/د-بې-سرپرسته-میرمنو-اقتصادي-ځان-بسیاینې-په-هدف-همکارۍ-تړون-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.net