کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پخواني حکومت څخه سلګونه سیاسي شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي

24 میزان 1403 ساعت 15:56

د افغانستان د شخصيتونو د اړيكو د كميسيون وياند وايي، د كميسيون له جوړېدو راهيسې د پخواني حكومت ۹۹۲ سياسي څېرې هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا: د افغانستان د سیاسی شخصیتونو د تماس د کمیسیون ویاند حمدالله وثیق وایی چې د دغه کمیسیون د کار له پیل راهیسې د پخوانی حکومت ۹۹۲ سیاسی شخصیتونه افغانستان ته راستانه شوی دی.
 
د دولتي ټلویزیون له قوله حمدالله وثیق ویلي چې دغو کسانو د معافیت کارتونه ترلاسه کړي دي.
 
د افغانستان د شخصیتونو د اړیکو کمیسیون په هیواد کې د اسلامي امارت له راتګ څخه څو میاشتې وروسته رامنځته شو، ترڅو سیاسي شخصیتونه بیرته افغانستان ته ستانه شي.
 
د اسلامي امارت یو شمیر لوړ پوړي چارواکي لکه امیرخان متقي، شهاب الدین دلاور، خیرالله خیرخواه، خالد حنفي، عبدالحق وثیق، فصیح الدین فطرت او محمد انس حقاني د کمیسیون غړي دي.


د مطلب کود: 298647

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298647/له-پخواني-حکومت-څخه-سلګونه-سیاسي-شخصیتونه-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net