کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا او صهیونیسټ رژیم ته د عراق د مقاومت د ډلو خبرداری:

د ایران په وړاندې د عراق له اسمانه هر ډول حرکت په سیمه کې د امریکا ګټې په خطر کې اچوي

21 میزان 1403 ساعت 8:01

د عراق د مقاومت اسلامی خبرداری ورکړ که چیرې عراق په ایران د هرډول حملې لپاره وکارول شی نو دصهیونیسټ رژیم سربیره به د آمریکا ګټې هم په نښه شی.


آوا: د عراق د کتایب حزب الله د امنیتی دفتر مشر«ابو علی العسکری» یو ځل بیا اسرائیلی رژیم او د هغه ملاتړی امریکا ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: د اسرائيلو رژيم د عراق له خاورې او هوا له لارې بريدونه کوي، که د ايران اسلامي جمهوريت اقدام وکړي، د عراق حزب الله به نه يوازې دغه رژيم، بلکې په عراق او سيمه کې د امريکا ګټې او اډې هم په نښه کړي.
د العالم له مخې په عراق کښې د کتائب حزب الله د امنیت امر په یوه بیان کښې وویل: په عراق باندې د هرډول حملې او یا د عراق له خاورې او هوا څخه د ایران د حملې په وړاندې زمونږ ځواب به یوازې د اسرائیلو په نښه کولو پورې محدود نه وی.
هغه وویل چې که دا ډول اقدام وشي په عراق او سیمه کې به د امریکا پر ټولو اډو او ګټو برید وشي.
د عراق د حزب الله دغه امنیتی چارواکی زیاته کړه: حزب الله به هیڅکله د انرجۍ جنګ پیل نکړی خو که دغه جنګ شروع شی نو نړۍ به د ورځې ۱۲ ملیون بېرله تېل له لاسه ورکړی او مونږ به یې ساتنه وکړو، دا هغه څه دی چې مونږ یې مسولیت لرو. "موږ یو، خو خدای ښه پوهیږي چې زموږ وروڼه په یمن کې په باب المندب او د ایران وروڼه به د هرمز په تنګي کې څه وکړي.


د مطلب کود: 298393

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298393/د-ایران-په-وړاندې-عراق-له-اسمانه-ډول-حرکت-سیمه-کې-امریکا-ګټې-خطر-اچوي

آوا
  https://www.avapress.net