دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 297544
په امریکا کې د طوفان له امله تر ۴۵ زیات کسان وژل شوي دي
د رسنیو د راپورونو له مخې د هیلن توپان تر اوسه په امریکا کې تر ۴۵ ډېر کسان وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د فلوریډا چارواکو د سیمې اوسیدونکو ته د اجباري وتلو امر صادر کړی ځکه چې د هیلین طوفان د مکسیکو خلیج د متحده ایالاتو په لور نږدې کیږي.
 
د هېواد په جنوب کې له ۴،۶ میلیونو ډېر خلک له برېښنا بې برخې پاتې شوي دي. د راپورونو له مخې طوفان په ختمیدو دی، خو په ځینو سیمو کې بیړنی حالت دوام لري.
 
د لادرکه شوو کسانو د زیاتې شمیرې له امله د مړو شمیره د زیاتیدو اټکل کیږي.
 
په زرګونو د لټون او ژغورنې پرسونل په فلوریډا، جورجیا او ټینیسي کې ځینې برخې لټوي ځکه چې خلک د خپلو کورونو له ایستلو څخه ډډه کوي.
https://avapress.net/vdcgtu9xtak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته