دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 297533
عراق د لبنان د حزب الله د عمومي مشر د شهادت په مناسبت درې ورځنی ماتم اعلان کړ
د عراق لومړی وزیر محمد شیعه السودانی د صهیونیسټی رژیم په جنایتونو کښې د لبنان د حزب الله د عمومی منشی سید حسن نصرالله او د هغه د ملګرو د شهادت په یاد کښې په ټول هیواد کښې درې ورځنی ماتم اعلان کړ .
افغان غږ خبری آژانس: په همدې حال کې د عراق د الصدر غورځنګ مشر مقتدی الصدر هم د سید حسن نصرالله په شهادت خواشینی څرګنده کړه او درې ورځنی ماتم یې اعلان کړ.
مقتدی الصدر د حزب الله د عمومی منشی سید حسن نصرالله د شهادت په مناسبت د تسلیت څرګند کړ.
د الصدر غورځنګ مشر لیکلي: "اې نصرالله، تاسو او هغه کسان چې ستاسو سره وو، په ویاړ سره ژوند کاوه او په ویاړ سره د شهیدانو په توګه مړ شو."
 
په مشهد کښې د امام رضا (ع) د سپېڅلی زیارت بیرغ هم تور شو.
 
د لبنان د حزب الله د مشر شهادت پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
https://avapress.net/vdcexf8wxjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته