کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په امریکا کې د طوفان له امله تر ۴۵ زیات کسان وژل شوي دي

7 میزان 1403 ساعت 18:51

د رسنیو د راپورونو له مخې د هیلن توپان تر اوسه په امریکا کې تر ۴۵ ډېر کسان وژلي دي.


آوا: د فلوریډا چارواکو د سیمې اوسیدونکو ته د اجباري وتلو امر صادر کړی ځکه چې د هیلین طوفان د مکسیکو خلیج د متحده ایالاتو په لور نږدې کیږي.
 
د هېواد په جنوب کې له ۴،۶ میلیونو ډېر خلک له برېښنا بې برخې پاتې شوي دي. د راپورونو له مخې طوفان په ختمیدو دی، خو په ځینو سیمو کې بیړنی حالت دوام لري.
 
د لادرکه شوو کسانو د زیاتې شمیرې له امله د مړو شمیره د زیاتیدو اټکل کیږي.
 
په زرګونو د لټون او ژغورنې پرسونل په فلوریډا، جورجیا او ټینیسي کې ځینې برخې لټوي ځکه چې خلک د خپلو کورونو له ایستلو څخه ډډه کوي.


د مطلب کود: 297544

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297544/په-امریکا-کې-د-طوفان-له-امله-تر-۴۵-زیات-کسان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net