افغان غږ خبری آژانس: د امریکا دفاع وزیر په واشنګټن کې د ناټو له غونډې وروسته له یوې میاشتې او یوې ورځې څخه په کمه موده کې د دوهم ځل لپاره له خپل روسی سیال سره ټیلیفونی خبرې وکړې.
په دې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې د دفاع وزیر اندري بیلوسوف له خپل امریکايي سیال لوید آسټین سره په خبرو کې د اوکراین د جګړې په منځ کې د ارتباطي کرښې د ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د هیل نیوز د راپور له مخې، د دغو دوو چارواکو تر منځ مخکینۍ ټلیفوني خبرې د جون په ۲۵مه شوې وو. تر دې مخکې د امریکا دفاع وزیر د ۲۰۲۳ کال له مارچ میاشتې راهیسې د روسیې له دفاع وزیر سره مستقیم تماس نه درلود.
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې له خوا پر اوکراین د برید وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په بشپړه توګه بندې شوې دي.
دغه ټیلیفوني خبرې، د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د ناټو له غونډې وروسته شوې چې داسې ښکاري چې د دې اتحادیې غړو د اوکراین لپاره د نوي مالي او پوځي ملاتړ ژمنه وکړه او د ناټو په وروستۍ ګډه اعلامیه کې یې د غړیتوب لپاره د لا زیات ملاتړ ژمنه وکړه.