ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?>ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?> د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو له پاکستاني پوځیانو سره نښته | آوا
دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 262398
د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو له پاکستاني پوځیانو سره نښته
د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي او له کندهار ولایت څخه خبري سرچینې نن پنجشنبه (قوس ۲۴) خبر ورکوي چې د دغه ولایت د سپین بولدک په پوله کې د پاکستاني پوځیانو او د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي او له کندهار ولایت څخه خبري سرچینې نن پنجشنبه (قوس ۲۴) خبر ورکوي چې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ یو ځل بیا نښته شوې ده.
 
په کندهار کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، جګړه نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د «افغانستان- پاکستان د دوستۍ دروازې» په «شیر آب» سیمه کې شوې او لا هم روانه ده.
 
د اسلامي امارت دغه سیمه ییز چارواکي زیاتوي چې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو غوښتل د پولې په اوږدو کې پوسته جوړه کړي.
 
په دې جګړه کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
 
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم د هېواد د سرحدي ځواکونو له خوا د پولې په اوږدو کې د یوې پوستې د جوړولو له اقدام وروسته د پاکستاني پوځیانو او د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښته وشوه.
 
https://avapress.net/vdcf10d0cw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته