دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۱:۲۵
د مطلب کود : 297554
نیویارک ټایمز ورځپاڼه: هاشم صفی الدین ژوندی دی او د حزب الله عمومی منشی به شی
نيويارک ټايمز د اسرائيلي رژيم د يو شمېر چارواکو له خولې ليکلي، چې ښايي حزب الله ډېر ژر د حسن نصرالله پر ځای هاشم صفي الدين د عمومي منشي په توګه معرفي کړي.
افغان غږ خبری آژانس: نیویارک ټایمز د صهیونیسټ رژیم د دریو لوړ رتبه چارواکو له قوله؛ د لبنان د حزب الله د اجراییه شورا منشي هاشم صفی الدین چې د حزب الله د مقاومت په سیاسي او ټولنیز سازمان کې کلیدي رول لوبوي، په ضاحیه کې د اسرائیلي پوځ لخوا په نښه شوې ودانۍ کې شتون نه درلود.
 
هاشم صفی الدین د حزب الله له څو لوړ رتبه شخصیتونو څخه دی چې په هغه غونډه کښې چې د صهیونیسټی رژیم د پوځ له خوا په حملې سره د سید حسن نصرالله د شهادت سبب شو، حاضر نه وو.
 
د اسرائیلي رژیم د چارواکو په وینا ښايي هاشم صفی الدین ډېر ژر د حزب الله له خوا د سید حسن نصرالله د ځای ناستي په توګه معرفي شي.
https://avapress.net/vdchmqnik23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته