د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ګوښه کړل شوی سلاکار احمد ضیا مسعود وايي، ولسمشر یې له دندې د ګوښه کولو حق نه لري او ګواښ وکړ چې د ولسمشر بې ثباتۍ او کورنیو جګړو ته لار هواروي.
د صدای افغان خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس)، ښاغلي مسعود نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې له دندې د ګوښه کولو په اړه یې له هغه سره نه ده شوې او زیاته کړه چې هیله ده ولسمشر غني خپل فرمان بېرته واخلي.
د ښاغلي مسعود په وینا، د ملي وحدت حکومت له ټولو سیاسي ډلو جوړ دی او د کتبي هوکړوپر بنسټ هیڅ ډله بله نه شي عزلولی.
ولسمشر غني تیره ماښم په يوه فرمان کې د ښاغلي مسعود له دندې د ګوښه کېدوه خبره خبرورکړ، خو په فرمان کې نه ده روښانه شوې چې ولې ښاغلی مسعود ګوښه شوی دی.
په همدې حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي “ولسمشر، احمدضیأ مسعود له دې امله چه داصلاحاتو په راوستلو کي بریالی نه وو، له دندي لېري کړ.”
احمدضیا مسعود د افغانستان د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د زلمي رسول لومړی مرستیال و خو ښاغلي رسول په دویم پړوا کې له عبدالله عبدالله څخه او ښاغلي مسعود له محمد اشرف غني څخه ملاتړ کړه.