ولسمشر حامد کرزي له خلکو وغوښتل، څو په دواړو کاندیدانو غږ وکړ، چې ډیر ژر تر خپل منځه یوه سیاسي توافق ته ورسیږي.
ښاغلي کرزي، چې نن د شهید اوونۍ د لمانځلو په مراسمو کې خبرې کولې؛ وویل، چې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ دا توافق به هیواد له اوسنیو ستونزو وژغوري.
ولسمشر ټینګار وکړ، چې هیواد په اوسنیو شرایطو کې نوي حکومت ته اړتیا لري.
معلومه نه ده، چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیاسي خبرې به چې له خنډ سره مخامخ شوي؛ بیا پيل شي او که نه؟ خو حامد کرزي هیله وښوده، چې د روانې اونۍ تر پایه به هیواد نوی حکومت ولري.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)