دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 298678
د پنجشېر له ۳۵۰۰ قیراط څخه ډېر زمرد په ۱۰۷۰۰۰ ډالرو وپلورل شو
د پنجشېر ولايت د سيمه ييزو مسوولينو د معلوماتو له مخې، له دې ولايت څخه ٣٥٤٥ قيراط زمرد استخراج شوى، چې په ټوليز ډول يې بيه ١٠٧٤٥٠ ډالره ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت ویاند سیف الدین لټون وایی، چې دغه اندازه زمرد یوازې د پنجشیر له کانونو را ایستل شوی دی.
 
هغه زياته کړه، ياد شوي زمرد د يوه ليلام له لارې چې د پنجشير د کانونو د څارنې کمېټې او د ډبرو يو شمېر سوداګرو په کې ګډون کړى و، د هېواد پر سوداګرو وپلورل شو.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د پنجشير زمرد څو ځلې د ليلام له لارې پلورل شوى و.
https://avapress.net/vdcfecd0cw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته