کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشېر له ۳۵۰۰ قیراط څخه ډېر زمرد په ۱۰۷۰۰۰ ډالرو وپلورل شو

25 میزان 1403 ساعت 8:44

د پنجشېر ولايت د سيمه ييزو مسوولينو د معلوماتو له مخې، له دې ولايت څخه ٣٥٤٥ قيراط زمرد استخراج شوى، چې په ټوليز ډول يې بيه ١٠٧٤٥٠ ډالره ده.


آوا - کابل: د پنجشیر ولایت ویاند سیف الدین لټون وایی، چې دغه اندازه زمرد یوازې د پنجشیر له کانونو را ایستل شوی دی.
 
هغه زياته کړه، ياد شوي زمرد د يوه ليلام له لارې چې د پنجشير د کانونو د څارنې کمېټې او د ډبرو يو شمېر سوداګرو په کې ګډون کړى و، د هېواد پر سوداګرو وپلورل شو.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د پنجشير زمرد څو ځلې د ليلام له لارې پلورل شوى و.


د مطلب کود: 298678

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298678/د-پنجشېر-له-۳۵۰۰-قیراط-څخه-ډېر-زمرد-په-۱۰۷۰۰۰-ډالرو-وپلورل-شو

آوا
  https://www.avapress.net