دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 298715
د پکتیا د مچلغو بند د پروژې کار به راتلونکی کال پیل شي
د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست د پکتیا ولایت له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې د مچلغو بند د پروژې کار او په راتلونکي کال کې به په دغه ولایت کې د برېښنا د پروژو د تطبیق چارې پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت له مشرانو سره وکتل.
 
د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر وايي، د مچلغو بند پروژه به په راتلونکي کال کې د لازمو اسانتیاوو په برابرولو سره پیل شي.
 
هغه زیاته کړه، د مچلغو بند د وزارت په راتلونکي پلان کې شامل شوی او د پروژې اسنادو ته یې لازمې څېړنې روانې دي.
 
د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر دا هم وویل چې په راتلونکي کال کې به په پکتیا ولایت کې هم د برېښنا د پروژو د تطبیق چارې پیل شي.
 
د مچلغو د برېښنا بند د هېواد په جنوب ختیځ کې د اوبو د زېرمه کولو له مهمو پروژو څخه دی، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یې د جوړېدو چارې نیمګړې پاتې شوې.
https://avapress.net/vdchz6nim23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته