دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 298720
په پکتيا کې د څلور ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د اوبو د يوه بند د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه بند د اسلامي امارت له بودیجې څخه د څلور میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه بند د نهه زره متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
 
دغه بند به لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د خلکو کورونه او یو شمېر عامه تاسیسات د احتمالي سیلابونو له خطر څخه وژغوري او په پام کې ده چې د دغو کروندو په اوبو سره خړوبه هم شي.
https://avapress.net/vdcdxj0xzyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته