کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتيا کې د څلور ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې

25 میزان 1403 ساعت 15:41

د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د اوبو د يوه بند د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.


آوا - کابل: د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه بند د اسلامي امارت له بودیجې څخه د څلور میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه بند د نهه زره متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
 
دغه بند به لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د خلکو کورونه او یو شمېر عامه تاسیسات د احتمالي سیلابونو له خطر څخه وژغوري او په پام کې ده چې د دغو کروندو په اوبو سره خړوبه هم شي.


د مطلب کود: 298720

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298720/په-پکتيا-کې-د-څلور-ميليونه-افغانيو-لګښت-اوبو-بند-جوړېدو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.net