دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 298402
د چاپېریال ساتنې د پروژو پر بیا پیلولو د چاپېریال ساتنې ریاست ټینګار
د چاپېريال ساتنې ملي اداره وايي، چې د دې ادارې مشر د سره صليب د نړيوال فدراسيون له مشر سره په کتنه کې د څه باندې اته سوه ميليونو ډالرو په ارزښت د دغه رياست د ٣٢ بېلابېلو چاپېريال ساتنې پروژو د بيا پيل په اړه خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالقي د سره صلیب د نړیوال فدراسیون له رئیس سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د چاپېريال ساتنې په بېلابېلو موضوعاتو او د څه د پاسه اته سوه مليونو ډالرو په ارزښت د دغه رياست د ٣٢ بېلابېلو چاپېريالي پروژو د بيا پيل په اړه بحث او خبرې وکړې.
مولوي خالص له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د چاپېريال پر مسايلو دې سياسي چلند ونه کړي او ژر تر ژره دې پروژې بېرته پيل کړي.
https://avapress.net/vdcawanuu49noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته