کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چاپېریال ساتنې د پروژو پر بیا پیلولو د چاپېریال ساتنې ریاست ټینګار

21 میزان 1403 ساعت 10:24

د چاپېريال ساتنې ملي اداره وايي، چې د دې ادارې مشر د سره صليب د نړيوال فدراسيون له مشر سره په کتنه کې د څه باندې اته سوه ميليونو ډالرو په ارزښت د دغه رياست د ٣٢ بېلابېلو چاپېريال ساتنې پروژو د بيا پيل په اړه خبرې کړې دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالقي د سره صلیب د نړیوال فدراسیون له رئیس سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د چاپېريال ساتنې په بېلابېلو موضوعاتو او د څه د پاسه اته سوه مليونو ډالرو په ارزښت د دغه رياست د ٣٢ بېلابېلو چاپېريالي پروژو د بيا پيل په اړه بحث او خبرې وکړې.
مولوي خالص له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د چاپېريال پر مسايلو دې سياسي چلند ونه کړي او ژر تر ژره دې پروژې بېرته پيل کړي.


د مطلب کود: 298402

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298402/د-چاپېریال-ساتنې-پروژو-پر-بیا-پیلولو-ریاست-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.net