کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیا د مچلغو بند د پروژې کار به راتلونکی کال پیل شي

25 میزان 1403 ساعت 15:27

د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست د پکتیا ولایت له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې د مچلغو بند د پروژې کار او په راتلونکي کال کې به په دغه ولایت کې د برېښنا د پروژو د تطبیق چارې پیل شي.


آوا: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت له مشرانو سره وکتل.
 
د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر وايي، د مچلغو بند پروژه به په راتلونکي کال کې د لازمو اسانتیاوو په برابرولو سره پیل شي.
 
هغه زیاته کړه، د مچلغو بند د وزارت په راتلونکي پلان کې شامل شوی او د پروژې اسنادو ته یې لازمې څېړنې روانې دي.
 
د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر دا هم وویل چې په راتلونکي کال کې به په پکتیا ولایت کې هم د برېښنا د پروژو د تطبیق چارې پیل شي.
 
د مچلغو د برېښنا بند د هېواد په جنوب ختیځ کې د اوبو د زېرمه کولو له مهمو پروژو څخه دی، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یې د جوړېدو چارې نیمګړې پاتې شوې.


د مطلب کود: 298715

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298715/د-پکتیا-مچلغو-بند-پروژې-کار-راتلونکی-کال-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.net