دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 298252
ایراني شرکتونو د افغانستان د سړکونو او اورګاډي په جوړولو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
د فواید عامې وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د ایراني شرکتونو له استازو او مسوولینو سره وکتل او زیاته یې کړه، چې دغو شرکتونو د سړک او ریل پټلۍ په جوړولو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (د میزان ١٨مه ) د دې وزارت په اکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د ټولګټو وزارت سرپرست د ایران له چارواکو سره وکتل.
 
دغه وزارت زیاته کړه چې د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، د هپکو له مرستیال او اجراییه رییس مهدي اسماعیلي او ببرک فلاج سره وکتل. 
 
د يادو شويو شرکتونو مسوولينو د غونډې په ترڅ کې د خپلو شرکتونو د فعاليتونو او توليداتو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې د "هپکو" شرکت د سړک جوړونې او کانونو د را ايستلو ماشينونه، د تېلو او ګازو ماشينري او د "جلدپردزان بادام" شرکت د اورګاډي پرزې او درانه ماشينونه توليدوي. 
 
د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، د ایراني شرکتونو استازو د افغانستان په زیربنایي سکتورونو (سړکونو او اورګاډي) کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او لېواله دي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
 
د فواید عامې وزارت سرپرست د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون ته اشاره وکړه او د ایراني شرکتونو او سوداګرو د استازو او چارواکو له ګډون څخه یې هم خوښي څرګنده کړه.
 
د دې وزارت سرپرست هم د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو ټینګار وکړ او د هېوادونو په اقتصادي وده کې یې د خصوصي سکټور رول مهم وباله.
 
ملا محمد عیسی ثاني وویل چې امنیتي شرایط اوس پانګونې ته چمتو دي، اسلامي امارت د هغو کسانو هرکلی کوي چې په هېواد کې پانګونه کوي.
https://avapress.net/vdcdkj0xxyt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته