دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۵۴
د مطلب کود : 298247
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له افغانستان سره د پولو د پرانیستلو غوښتنه کوي
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر فضل مقیم خان له سیاسي چارواکو غوښتي چې له افغانستان سره د پولو د خلاصولو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: ښاغلی مقیم خان په یوه بیان کې ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې د پاکستان - افغانستان د لویو لارو د تړل کېدو له امله دوه اړخیزه سوداګري، ټرانزیټي سوداګري او صادرات نږدې پای ته رسېدلي او اړتیا ده. تر څو سوداګرو ته نور زیان ونه رسیږي.
ښاغلي مقیم خان په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ حجم د سوداګریزې لارې د تړلو له امله د "اندېښنې وړ" کچې ته راټیټ شوی دی.
په همدې حال کې د پاکستان د سوداګرۍ خونې ویاند زاهدالله شینواری د پاکستان-افغانستان د لویې لارې د تړل کېدو په اړه د تبصرې په ترڅ کې وویل چې اوس مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ډېر کم دی.
هغه وويل چې په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان او افغانستان د سوداګريزو لارو تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان سوداګري سخته اغېزمنه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ ځنډېدل د دواړو غاړو سوداګرو ته هم ستر مالي زیانونه اړولي دي. بل خوا شينوارى وايي، چې ځايي خلک او مسافر هم له ستونزو سره مخ دي.
زاهدالله شینواري د سوداګرۍ د بیا پیل لپاره د مسئلې د اجماع او دوه اړخیزو خبرو اترو له لارې د حل پر اړتیا ټینګار وکړ.
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت په بېلابېلو پلمو له افغانستان سره خپلې پولې تړلې دي. دغه لارې په دې وروستیو کې له سرحدي نښتو وروسته تړل شوې وې.
https://avapress.net/vdchk6niq23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته