دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 298202
په ۱۹ ولایتونو کې د باران او تیزو بادونو وړاندوینه
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د سه شنبې په ورځ د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د باران او تیزو بادونو خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، په بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، کندز، سمنګان، پروان او بامیان، میدان وردک او غزني به د بارانونو او سیلابونو شاهد وي.
 
په تېرو څو ورځو کې په پلازمېنه او یو شمېر ولایتونو کې بارانونه زیات شوي دي. د بامیان او غزني په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د واورې اورښت هم شوی دی.
https://avapress.net/vdciuvarrt1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته