دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 298196
حزب الله په تل ابیب کښې د صهیونیسټ رژيم د استخباراتو ۸۲۰۰ مرکز په نښه کړ
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ نن سهار (د میزان ۱۷) په تل ابیب کښې د صهیونیسټی موقتی ترهګرې رژیم د استخباراتو په یو مرکز د توغندوی حملې اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ نن سهار په تل ابیب کښې د صهیونیسټی موقتی ترهګرې رژیم د استخباراتو په یوې اډې د توغندوی حملې خبر ورکړ.
 
حزب الله په یوه بیان کې ویلي: "موږ د تل ابیب په څنډه کې د پوځي استخباراتو 8200 د ګیلوت اډه په توغندي په نښه کړه."
 
په دغه بیانیه کې راغلي دي: «د ګیلوت په نښه کول د خیبر د عملیاتو په چوکاټ کې د دښمن له خوا د ملکي خلکو په نښه کولو او وژلو ته په ځواب کی وو.
 
د «الجزیرې» چینل د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ له قوله ولیکل: مونږ به د لبنان او د هغه د خلکو دفاع ته چمتو یو او د یرغلګرو د ځپلو لپاره به له خپل مسولیت څخه دریغ ونکړو.
https://avapress.net/vdcaoanui49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته