افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په غزني ولایت کې د ښوونځیو د نویو تاسیساتو د جوړولو خبر ورکړ.
دغه وزارت وايي، د جاغوري ولسوالۍ د کاريز پټو او د غزني په ده يک ولسوالۍ کې نوي تاسيسات پرانيستل شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مرکز د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې د یوې همکارې موسسې له خوا تمویل شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په غزني ولايت کې يو شمېر ښوونځي جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، چې د دغو ودانيو له جوړېدو څخه سلګونه زده کوونکي برخمن شوي دي.