کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت دوه نوي ښوونځي جوړیږي

16 میزان 1403 ساعت 21:37

د پوهنې وزارت وايي، د غزني په جاغوري او ده يک ولسواليو کې د لس ميليونه افغانيو په لګښت د دوو ښوونځيو د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.


آوا: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په غزني ولایت کې د ښوونځیو د نویو تاسیساتو د جوړولو خبر ورکړ.
 
دغه وزارت وايي، د جاغوري ولسوالۍ د کاريز پټو او د غزني په ده يک ولسوالۍ کې نوي تاسيسات پرانيستل شول.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مرکز د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې د یوې همکارې موسسې له خوا تمویل شوی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په غزني ولايت کې يو شمېر ښوونځي جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، چې د دغو ودانيو له جوړېدو څخه سلګونه زده کوونکي برخمن شوي دي.


د مطلب کود: 298173

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298173/په-غزني-کې-د-لس-میلیونه-افغانیو-لګښت-دوه-نوي-ښوونځي-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.net