دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 297898
په فراه ولایت کې د اوبو یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په فراه ولایت کې د ۲.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د فراه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د اوبو د یوه کوچني بند د کار د بشپړیدو او ګټې اخیستنې خبر ورکړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د څه باندې ۲،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دغه پروژه د دغه وزارت له لارې جوړه شوې ده.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، دغه چک بند ۲۰ متره اوږدوالی او ۴ متره لوړوالی لري، چې د ۱۲ زره متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

د يادونې وړ ده، چې د دغه بند د جوړېدو پر مهال لسګونه کارګرانو ته د کار زمينه برابره شوې، چې په بشپړېدو سره به يې د باراني اوبو مخه ونيول شي او د ځمکې لاندې اوبو کچه به وساتل شي.
https://avapress.net/vdci3yarvt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته