دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 297891
د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د عراق او لبنان د مقاومت لخوا د بی پیلوټه الوتکو او راکټ بریدونه شوی
عربي سرچینو نن سهار (پنجشنبه د میزان ۱۲مه) د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د صهیونیسټي پوستو پر وړاندې د عراق او لبنان د مقاومت د ځواکونو د همغږي راکټونو او ډرون بریدونو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: عربی سرچینو د فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټی رژیم په ضد د عراق او لبنان د مقاومت د ځواکونو د همغږیو راکټی او بې پیلوټه الوتکو د حملو خبر ورکړی دی.
 
صهیونیسټي رسنیو د پنجشنبې په سهار خبر ورکړ چې د فلسطین په نیواکي شمالي سیمو باندې د بې پیلوټه الوتکو له حملې وروسته د نیواک شوي ګولان په څو میشت ځایونو کښې د خطر زنګونه فعال شول.
 
ويل کيږي چې دغه بې پيلوټه الوتکې دعراق د مقاومت له خوا په نيول شوي ګولان کې دصهيونيسټ مقاماتو په وړاندې ويشتل شوي دي .
 
څو شیبې وروسته، ځایی سرچینو وویل چې په لویدیځ ګیلیل کې د شلومی او هانیتا په صهیونیسټ میشت ځایونو کې د خطر زنګونه غږیدل.
 
عربي رسنیو خبر ورکړی، چې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د لبنان جنوبي پولو ته څېرمه د صهیونیسټي پوځیانو مرکز د راکټي او توغندیو په برید کې په نښه شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې یو ساعت وړاندې نیواکګرو اعتراف وکړ چې په وروستي ساعت کې ۵ بې پیلوټه الوتکې چې له یمن څخه توغول شوي د تل ابیب هوايي حریم ته ننوتلي دي.
https://avapress.net/vdcb9zb58rhb9wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته