دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 297915
د وچې مېوې سوداګر د هند د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا او پاکستان ته د ټرانزیټ د مالیې د ستونزې د هوارې غوښتنه کړي
د وچې مېوې سوداګرو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د هند د ویزو په ورکړه کې دې اسانتیاوې رامنځته کړي او پاکستان ته د وچې مېوې پر ټرانزیټ د اضافي مالیې لګولو له امله رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د وچې مېوې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل. په دې غونډه کې د وچې مېوې صادروونکو د سوداګريزو اسانتياوو په برابرولو او په تېرو ادارو کې پر دوى د لګېدلو فشارونو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.

دوی په تېرو درېیو کلونو کې بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه هند او متحده عربي اماراتو ته د وچې مېوې د صادراتو د زیاتوالي یادونه وکړه او زیاته یې کړه: هره میاشت سلګونه ټنه وچه مېوه صادرېږي.

د وچې مېوې سوداګرو د بانکي ادارو د محدودیتونو لرې کولو او د هند د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا غوښتونکي شول او ویې ویل، چې پاکستان ته د وچې مېوې پر صادراتو اضافي مالیې دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی په کابل کې د وچې مېوې سوداګرو ته د ځمکې د ورکړې غوښتنه هم کړې ده.

له بلې خوا د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې د دوی د ستونزو د هواري لپاره به اړوندو ادارو ته لارښونه وکړي او همدا راز یې ویلي چې اسلامي امارت به له هندي چارواکو سره د ستونزو د هواري په اړه خبرې وکړي. 

نوموړي د سرپرست حکومت له تګلارې سره سم د وچې مېوې سوداګرو ته د ځمکې د ورکړې ډاډ هم ورکړ.

د دغه وزارت سیاسي مرستیال همداراز ټینګار وکړ چې ګاونډي هېوادونه باید د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو د رامنځته کولو مخه ونیسي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې په هېواد کې د تازه مېوو او سبزیجاتو سوداګرو څو ځلې د مېوو او سبزیجاتو په موسم کې د پاکستان د پولو د تړل کېدو له امله له زیانونو شکایت کړی دی.
https://avapress.net/vdcizyarwt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته