کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ولایت کې د اوبو یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

12 میزان 1403 ساعت 11:39

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په فراه ولایت کې د ۲.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.


آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د فراه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د اوبو د یوه کوچني بند د کار د بشپړیدو او ګټې اخیستنې خبر ورکړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د څه باندې ۲،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دغه پروژه د دغه وزارت له لارې جوړه شوې ده.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، دغه چک بند ۲۰ متره اوږدوالی او ۴ متره لوړوالی لري، چې د ۱۲ زره متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

د يادونې وړ ده، چې د دغه بند د جوړېدو پر مهال لسګونه کارګرانو ته د کار زمينه برابره شوې، چې په بشپړېدو سره به يې د باراني اوبو مخه ونيول شي او د ځمکې لاندې اوبو کچه به وساتل شي.


د مطلب کود: 297898

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297898/په-فراه-ولایت-کې-د-اوبو-یو-کوچنی-بند-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شو

آوا
  https://www.avapress.net