دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 298147
دغور ولايت د کډوالو دراستنولو د چارو رييس دغه ولايت ته د راستنېدونکو کورنيو داقتصاد دښه والي لپاره طرحه جوړه کړې ده
دغور ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس دغه ولايت ته دبې ځايه شويو کورنيو او راستنېدونکو د اقتصاد دښه والي په خاطر ددغه رياست له هلوځلو څخه خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه ولایت کې د لسګونو کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د هڅو د پیل خبر ورکړی دی.

د همدغو هلو ځلو په پایله کې څه د پاسه پینځه سوه راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو ته شیدې ورکونکي وزې او د څارویو نور توکي ورکړل شول.

د غور د مهاجرینو رئیس زیاتوي چې دغه کورنۍ کولای شي د مالدارۍ د کوچنیو فارمونو په جوړولو او د لبنیاتو په تولید سره خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې له پاکستان او ايران څخه هېواد ته د افغان کورنيو د جبري شړلو لړۍ دوام لري.
https://avapress.net/vdcgt79xuak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته