دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 298164
د زړه په سوریو اخته ماشومان د وړیا درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته معرفي شول
د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوریو اخته ۱۳ ماشومان یې د وړیا درملنې لپاره د کابل دوو روغتونونو ته لېږدولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ماشومان د کابل دوو روغتونونو ته وروپېژندل شول.
 
د سرې میاشتې ټولنې ویلي، د ماشومانو د درملنې ټول لګښت د سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.
 
د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د زړه په ناروغۍ سلګونه ماشومان یې د درملنې لپاره افغان روغتونونو ته استولي دي.
 
هغه کورنۍ چې ماشومان يې د سرې مياشتې له خوا د کابل په روغتونونو کې تداوي شوي وايي، د خپلو ناروغانو د درملنې توان نه لري.
https://avapress.net/vdcfvcd0jw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته