دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 298000
ځوان نسل باید د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو د زده کړې هڅه وکړي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست په پکتیا ولایت کې د دستار‌بندی په مراسمو کې وویل چې د یو باثباته افغانستان لپاره اړینه ده چې د هیواد ځوان نسل د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم هم زده کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د پکتیا ولایت په شواک ولسوالۍ کې د عبدالله بن مسعود (رض) مدرسه کې د دستاربندي د غونډه خبر ورکړي.

د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په دې مراسمو کې زیاته کړه چې د یو باثباته افغانستان لپاره اړینه ده چې د هیواد ځوان نسل د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم هم زده کړي.

نوموړي دغه راز وويل چې عصري علوم د ټولنې له اړتياوو څخه دي او په زده کړه يې کولاى شو د هېواد د پرمختګ ترڅنګ د يرغل پر وړاندې له خپل ځان څخه دفاع وکړی.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مفتي ندا محمد ندیم د دغه وزارت د یو کلن لاسته راوړنو د بیانولو په ترڅ کې د عصري علومو پر زده کړې ټینګار وکړ.
https://avapress.net/vdce7v8w7jh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته