دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 297738
د عدلیې وزارت له خوا په کابل کې د ۱۱ موټرونو پلورونکو فعالیت وځنډول شول
د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت له خوا د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند شرکت سیمه کې د ۱۱ موټر پلورونکو فعالیت بند شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د میزان ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د همغږۍ د عمومي ریاست د څارنې پلاوي د یو شمېر موټر پلورونکو فعالیتونه څارلي دي. د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په سیمه کې له ۷۳ موټر پلورونکو څخه ۱۱ موټر د ناقانونه کړنو له امله تړل شوي دي.

د عدلیې وزارت دغه راز وویل، چې د نورو موټرو پلورونکو ته هم لارښوونه شوې، چې د دغه وزارت له اصولو سره سم فعالیت وکړي.
https://avapress.net/vdcbfzb5wrhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته