کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عدلیې وزارت له خوا په کابل کې د ۱۱ موټرونو پلورونکو فعالیت وځنډول شول

10 میزان 1403 ساعت 14:45

د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت له خوا د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند شرکت سیمه کې د ۱۱ موټر پلورونکو فعالیت بند شوی دی.


آوا - کابل: د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د میزان ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د همغږۍ د عمومي ریاست د څارنې پلاوي د یو شمېر موټر پلورونکو فعالیتونه څارلي دي. د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په سیمه کې له ۷۳ موټر پلورونکو څخه ۱۱ موټر د ناقانونه کړنو له امله تړل شوي دي.

د عدلیې وزارت دغه راز وویل، چې د نورو موټرو پلورونکو ته هم لارښوونه شوې، چې د دغه وزارت له اصولو سره سم فعالیت وکړي.


د مطلب کود: 297738

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297738/د-عدلیې-وزارت-له-خوا-په-کابل-کې-۱۱-موټرونو-پلورونکو-فعالیت-وځنډول-شول

آوا
  https://www.avapress.net