دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 297999
په بدخشان ولایت کې د نجونو لپاره د ۱۵۰ ماشومانو په ظرفیت یو روزنتون پرانیستل شوه
په بدخشان ولایت کې د یتیمو نجونو لپاره ځانګړی روزنتون پرانیستل شوه چې د ۱۵۰ ماشومانو ظرفیت لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په بدخشان ولایت کې د یتیمو نجونو لپاره ځانګړی روزنتون پرانیستل شوه چې د ۱۵۰ ماشومانو ظرفیت لري.

د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد زاهد په دې مراسمو کې وويل چې په دې روزنتون کې د يتيمانو لپاره د ژوندانه ضرورتونه، تعليمي او روغتيايي اړتياوې په پام کې نيول کيږي .

د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې سرپرست حکومت د يتيمانو د ساتنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
https://avapress.net/vdcao0nuo49noo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته