دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 297984
په هېواد کې د بهرنیو سیالیو کوربه توب ته د افغانستان چمتووالی اعلان شو
د افغانستان د المپيک، بدني روزنې او سپورت ملي کمېټه وايي، د دې کمېټې مشر قطر ته د خپل سفر او د دغه هېواد د سپورټ له وزير سره د کتنې پر مهال وويل، چې په افغانستان کې د بشپړ امنيت په ټينګښت سره د بهرنيو سياليو د کوربه توب لپاره مناسب چاپېريال برابر شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د المپیک، بدنی روزنې او سپورت ملی کمېټې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې کمېټې رئیس مولوي احمدالله وثیق نن له شیخ احمد بن خلیفه بن احمد الثاني سره وکتل. 

د المپيک کمېټې مشر په دې ناسته کې وويل چې په افغانستان کې بشپړ امنيت تامين شوى او د بهرنيو سياليو د کوربه توب لپاره مناسب چاپېريال برابر شوى دى.

دغه راز په دې کتنه کې د قطر د سپورټ وزیر د افغانستان له ورزش سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
https://avapress.net/vdcevf8wejh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته