کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د بهرنیو سیالیو کوربه توب ته د افغانستان چمتووالی اعلان شو

14 میزان 1403 ساعت 12:19

د افغانستان د المپيک، بدني روزنې او سپورت ملي کمېټه وايي، د دې کمېټې مشر قطر ته د خپل سفر او د دغه هېواد د سپورټ له وزير سره د کتنې پر مهال وويل، چې په افغانستان کې د بشپړ امنيت په ټينګښت سره د بهرنيو سياليو د کوربه توب لپاره مناسب چاپېريال برابر شوى دى.


آوا - کابل: د افغانستان د المپیک، بدنی روزنې او سپورت ملی کمېټې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې کمېټې رئیس مولوي احمدالله وثیق نن له شیخ احمد بن خلیفه بن احمد الثاني سره وکتل. 

د المپيک کمېټې مشر په دې ناسته کې وويل چې په افغانستان کې بشپړ امنيت تامين شوى او د بهرنيو سياليو د کوربه توب لپاره مناسب چاپېريال برابر شوى دى.

دغه راز په دې کتنه کې د قطر د سپورټ وزیر د افغانستان له ورزش سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.


د مطلب کود: 297984

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297984/په-هېواد-کې-د-بهرنیو-سیالیو-کوربه-توب-ته-افغانستان-چمتووالی-اعلان-شو

آوا
  https://www.avapress.net