دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 297974
په کندهار کې د شاتو په تولید کې دوه برابره زیاتوالی راغلی
د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د شاتو حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارواکو په وینا، د ورکړل شویو شمېرو له مخې تېر کال په کندهار کې د مچیو له فارمونو څخه ۴۰ زره کیلو ګرامه شات ترلاسه شوي وو، په داسې حال کې چې سږ کال دغه شمېر ۸۰ زره کیلوګرامو ته لوړ شوی دی.

د کندهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د رسنيو دفتر مشر محمد حنيف حقمل په کندهار کې سږ کال د شاتو د حاصلاتو زياتوالى، د شاتو د فارمونو زياتوالى او د مچيو د پالونکو له خوا د زياتو اعلانونو لامل په کندهار کې د شاتو د حاصلاتو زياتوالى وباله.

دا مهال په کندهار ولایت کې د مچیو د ساتلو شاوخوا سل فارمونه شتون لري.

د يادونې وړ ده، چې د کندهار د شاتو ښه کيفيت په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري.
https://avapress.net/vdcd550xoyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته