دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 297972
له پاکستان سره پر پوله فرضي ډیورنډ کرښې ته د هېواد د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د مرستیال سفر
د ملي دفاع وزارت وايي، د وسله وال پوځ لوی درستیز لومړي مرستیال د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له جوړېدونکې امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د وسله وال پوځ لوی درستیز لومړی مرستیال مالي خان صدیق د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له جوړېدونکې امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په ترڅ کې مرستیال لوی درستیز د قراردادي شرکت مسوولینو، انجینرانو او د اړوندو ادارو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همدا راز مرستیال لوی درستیز هلته له مېشتو مسوولینو او امنیتي ځواکونو سره له نږدې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې وخت نا وخت د اختلافاتو له امله پاکستاني ځواکونه په پولو کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره نښتې کوي.
https://avapress.net/vdcbzzb55rhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته