کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستان سره پر پوله فرضي ډیورنډ کرښې ته د هېواد د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د مرستیال سفر

14 میزان 1403 ساعت 11:00

د ملي دفاع وزارت وايي، د وسله وال پوځ لوی درستیز لومړي مرستیال د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له جوړېدونکې امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د وسله وال پوځ لوی درستیز لومړی مرستیال مالي خان صدیق د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له جوړېدونکې امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په ترڅ کې مرستیال لوی درستیز د قراردادي شرکت مسوولینو، انجینرانو او د اړوندو ادارو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همدا راز مرستیال لوی درستیز هلته له مېشتو مسوولینو او امنیتي ځواکونو سره له نږدې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې وخت نا وخت د اختلافاتو له امله پاکستاني ځواکونه په پولو کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره نښتې کوي.


د مطلب کود: 297972

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297972/له-پاکستان-سره-پر-پوله-فرضي-ډیورنډ-کرښې-ته-د-هېواد-وسله-والو-ځواکونو-لوی-درستیز-مرستیال-سفر

آوا
  https://www.avapress.net