دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 298213
لوګر کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
ځايي چارواكي وايي، د لوګر ولايت د پل علم – ګردېز پر لويه لار د ترافيكي پېښې له كبله يو تن وژل شوى او ۱۱ نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس: په لوګر کې سیمه ییز چارواکي وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د مسافرو یو کاسټر موټر له یوه سراچې موټر سره ټکر شو.
 
د لوګر د ترافيکو مديريت وياند ګل محمد همت د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړنديتوب بولي.
 
په تېر کال کې د ترافيکي پېښو شمېر په بې ساري ډول زيات شوى دى.
https://avapress.net/vdca6anue49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته