کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

17 میزان 1403 ساعت 13:42

ځايي چارواكي وايي، د لوګر ولايت د پل علم – ګردېز پر لويه لار د ترافيكي پېښې له كبله يو تن وژل شوى او ۱۱ نور ټپيان دي.


آوا: په لوګر کې سیمه ییز چارواکي وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د مسافرو یو کاسټر موټر له یوه سراچې موټر سره ټکر شو.
 
د لوګر د ترافيکو مديريت وياند ګل محمد همت د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړنديتوب بولي.
 
په تېر کال کې د ترافيکي پېښو شمېر په بې ساري ډول زيات شوى دى.


د مطلب کود: 298213

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298213/لوګر-کې-د-ترافيکي-پېښې-له-امله-۱۲-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.net