دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 298195
د افغانستان او چین سفیرانو په عمان کې وکتل
په عمان کې د افغانستان سفارت وايي، په دغه هېواد کې د چین او اسلامي امارت سفیرانو د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس: کابل: په عمان کې د اسلامي امارت د سفارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په عمان کې د افغانستان او چین سفیرانو حافظ عمر او وانګ شوانګ سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر فعالو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وشوې.
 
چين په تېرو څو کلونو کې د اسلامي امارت يو له مهمو اقتصادي، سوداګريزو او سياسي شريکانو څخه دی.
https://avapress.net/vdcjhoe8iuqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته