کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او چین سفیرانو په عمان کې وکتل

17 میزان 1403 ساعت 11:39

په عمان کې د افغانستان سفارت وايي، په دغه هېواد کې د چین او اسلامي امارت سفیرانو د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي.


آوا: کابل: په عمان کې د اسلامي امارت د سفارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په عمان کې د افغانستان او چین سفیرانو حافظ عمر او وانګ شوانګ سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر فعالو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وشوې.
 
چين په تېرو څو کلونو کې د اسلامي امارت يو له مهمو اقتصادي، سوداګريزو او سياسي شريکانو څخه دی.


د مطلب کود: 298195

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298195/د-افغانستان-او-چین-سفیرانو-په-عمان-کې-وکتل

آوا
  https://www.avapress.net