دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 298219
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۹۰۹ تنو ته ورسید
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې اعلان وکړ چې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱۹۰۹ او د زخمیانو شمیر ۹۷۳۰۳ ته لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت ویلي، اشغالګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۴ عام وژنې کړي چې له امله یې ۳۹ تنه شهیدان او ۱۳۷ تنه ټپیان شوي دي.
 
د غزې د روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ چې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۸۷۰ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۹۷ زره ۱۶۶ تنو ته رسیدلی دی.
 
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په وژل شویو کې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.
https://avapress.net/vdcgq79xyak9yx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته