کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۹۰۹ تنو ته ورسید

17 میزان 1403 ساعت 14:17

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې اعلان وکړ چې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱۹۰۹ او د زخمیانو شمیر ۹۷۳۰۳ ته لوړ شوی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت ویلي، اشغالګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۴ عام وژنې کړي چې له امله یې ۳۹ تنه شهیدان او ۱۳۷ تنه ټپیان شوي دي.
 
د غزې د روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ چې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۸۷۰ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۹۷ زره ۱۶۶ تنو ته رسیدلی دی.
 
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په وژل شویو کې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.


د مطلب کود: 298219

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298219/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۴۱-زره-۹۰۹-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.net