دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 298214
په کندهار کې د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې
د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس : د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست اعلان وکړ چې دغه شبکه د څه دپاسه پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د مدیار دفتر په مالي مرسته د دغه ریاست له لارې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو دغه شبکه د پنجوايي ولسوالۍ په سالکزو کلي کې جوړه شوې، چې په کې د ٣٠ متر مکعب اوبو زېرمه، د ٣٠ سولر تختو نصب، د اوبو ٨٠ ټانکونه او د ٢٩٣٣ متره نل ليکې غځول شامل دي.
 
د دغې شبکې په جوړېدو سره لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه او ۲۴۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
https://avapress.net/vdcb8wb5arhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته