کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې

17 میزان 1403 ساعت 13:49

د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا : د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست اعلان وکړ چې دغه شبکه د څه دپاسه پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د مدیار دفتر په مالي مرسته د دغه ریاست له لارې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو دغه شبکه د پنجوايي ولسوالۍ په سالکزو کلي کې جوړه شوې، چې په کې د ٣٠ متر مکعب اوبو زېرمه، د ٣٠ سولر تختو نصب، د اوبو ٨٠ ټانکونه او د ٢٩٣٣ متره نل ليکې غځول شامل دي.
 
د دغې شبکې په جوړېدو سره لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه او ۲۴۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.


د مطلب کود: 298214

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298214/په-کندهار-کې-د-څه-باندې-پنځه-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-یوې-شبکې-جوړېدو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.net